د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۷مې په پلازمېنې بېجینګ کې د بېلا بېلو ډیموکراتیکو ګوندونو د مرکزي کمېټو او د صنایع او سوداګرۍ ټولنې له مسئولينو او غیرګوندي شخصیتونو سره په يوې غونډې کې برخه اخيستې او ټولو ته يې د نوي کرنيز کال په مناسبت مبارکي او نیکې هيلې وړاندې کړې دي.