سي جي ټي اېن د امریکا د کډوالو مسئلې په اړه نړیواله سروې ترسره کړې
CMG2024/02/08 15:25:27
شريکول:

د امریکا د مرکزي حکومت او د دغه هېواد د ټېکزاس ایالتي حکومت ترمنځ د کډوالو مسئلې په اړه ناندريو زور اخيستی دی.

سي جي ټي اېن يې په اړه يوه نړيواله سروې ترسره کړې، چې ګڼو خلکو پکې برخه اخیستې ده.

د سروې ۸۶،۵ سلنه ګډونوال پر دې اند دي، چې د کډوالو په مسئله کې د امریکا د مرکزي حکومت او د ټېکزاس ایالتي حکومت ترمنځ راپورته شوی جنجال د دې ښکارندويي کوي، چې د دوی دواړو خواووو ترمنځ ناندرۍ لا هم روانې دي او سیاسي توان يې ورځ تر بلې په کمزورېدو دی. 

سي جي ټي اېن دغه سروې په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي  ژبو خپره کړې او په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۰۰۰ څخه زیاتو خلکو پکې ګډون او رايه کارولې او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.