د چين توليدات څنګه د سلو هېوادونو د مشتريانو خوښ شوي؟
CMG2024/02/08 15:21:13
شريکول:

د چين د دوديز پسرلني اختر يا کرنيز ښامار کال په را رسېدو سره د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د دغه اختر خوشاله فضا رامنځته شوې ده. په څه کم ۲۰ هېوادونو کې پسرلني اختر د رخصتيو په ليست کې شامل شوی او د نړۍ نږدې ۵/۱ نفوس دغه اختر نمانځي. د چين د علي بابا (Alibaba) شرکت شمېرې ښيي، چې د کرنیز ښامار کال اړوند توليدات تر سلو زیاتو هېوادونو ته تللي او ګرم بازار يې موندلی دی.

تېر کال په جنوبي کوریا يا د کوريا ولسي جمهوریت کې د بلک فرایډې په نوم د توکو اخيستلو فسټيوال په موده کې چيني تولیدات ډېر ښه پلورل شوي. په دې وروستيو کلونو کې په اروپا کې د چين برېښنايي بړستنې د اروپايي مشتريانو ډېرې خوښې شوې دي. دغه راز په ډېرو هېوادونو کې د چين د چای څښاک او د سينګار توکو ته ښه لويه تقاضا رامنځته شوې ده.

د چين توليدات څنګه د نړیوالو مشتريانو ډېر خوښ شوي؟

مشتريان د توکو وړتيا او کیفیت ته ډېر پام کوي. د روان کال له پيل راهيسې په انلاين دوکانونو کې د  چين د درې ټیره برېښنايي موټرونو فرمايشونه ډېر زيات شوي او ډېری يې د امريکايي مشتريانو لخوا  اخيستل شوي. په اروپايي هېوادونو کې د لویو فارمونو او ښارونو کې کوڅې مجموعاً تنګې دي، نو ياد ډول کوچني درې ټیره برېښنايي موټرونه په اروپا کې د تګ راتګ لپاره ډېر مناسب دي.

چين ځکه ښه کيفیت، ښه وړتيا او ښه تخنیک لرونکي توليدات توليدولی شي، چې په دغه هېواد کې د صنايعو او عرضې مکمل ځنځير د ډېرو کلنو هڅو او تجربو په نتيجه کې ښه روزل شوی دی.

چين د صنايعو او عرضې د مکمل ځنځير پرمټ خپله تولیدي وړتيا  لوړه کړې او د دې ترڅنګ د توکو د توليدولو لګښت يې هم کم کړی دی، نو ځکه د تولیداتو کيفيت يې ښه او بيې يې کمې دي. د کوريا جمهوریت خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د شيدو بيه ډېره لوړه شوې او ډېر خلک بیا شيدې نورې نه څښي او د سویابين شیره څښي، خو د دغه هېواد د برانډونو د سویابين شیرې ماشينونو بيه د چيني برانډونو د بيې په پرتله دوه، درې چنده لوړوالی ښيي، نو د چيني برانډونو ماشينونه ډېر ښه پلورل شوي دي. رسمي شمېرې ښيي، چې د جنورۍ له  ۱مې تر ۲۵ مې  پورې له بهرنیو انلاين دوکانونو څخه جنوبي کوریا ته د چين د سویابين شیرې ماشينونو په خرڅلاو کې ۱۳۰۰ چنده لوړوالی راغلی دی.

له دوکانونو څخه مشتريانو ته د توکو لېږد هم ډېر مهم دی. د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ويتنام د هوچيمين ښار یو اوسېدونکي د چين له يوه انلاين دوکانه يو برېښنايي چایجوش واخيست او له چينه هغه ته يې د لېږد لګښت تر دې هم کم دی، چې له ويتنامي دوکانه ورته لېږدول کېږي.  د چيني توليداتو د لېږد بيې ځکه ډېرې کمې دي، چې چین د توکو د لېږد او باربرۍ مکمل سيستم جوړ کړی او سوداګرانو يې د انلاين سوداګرۍ لپاره په نورو هېوادونو کې ګودامونه جوړ کړي دي. رسمي شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۳م کال کې په نړۍ کې د توکو اخيستلو په لومړيو لسو  اپليکېشنونو کې چيني اپليکېشنونه نيمه برخه جوړوي.

سربېره پردې د چيني توليداتو تخنيکونه او وړتياوې هم د بهرنیو مشتريانو لخوا ډېرې ستايل شوې دي. د جنوبي افريقا مېرمن وانيشا د چيني برانډ يو ځيرک یخچال واخيست، نوموړې له دغه يخچال سره ډېره خوشاله ده او وايي چې دغه يخچال يې د خوړو تازه ساتنې د یادولو او د خوړو د مینو د معرفي کولو وړتياوې هم لري.

 د محاسبې نړيوال شرکت ايرنسټ او يانګ (Ernst & Young) له يوه چيني ارګان سره په ګډه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې چين په نړۍ کې د برېښنايي توليداتو مهم جوړوونکی او صادروونکی هېواد دی او د توليداتو خرڅ يې په نړيوال بازار کې له ٪ ۲۲ زياتې برخې جوړوي.

چيني سوداګران د توليداتو په ډيزاين کې چيني کلتوري عوامل هم ډېر کاروي. د بېلګې په توګه د چين د حکاکۍ  تخنيک په استفادې يې لپسټيک جوړ کړی، د (مياو) لږکي قوم د سپينو زرو ګاڼو هنري ځانګړتياوې يې د سينګار توکو په بسته کې څرګندې کړې او د لرغونو تاريخي اثارو په بڼه يې ډول ډول لاسي صنايع جوړ کړي دي. د نړۍ په مخکښو ۵۰۰ پیاوړو برانډونو کې ۴۸  چيني برانډونه شامل دي چې دغه رقم د نړۍ درېيم ځای نيسي.

د ملتونو تنوع غني او ځلاند نړيوال تمدن جوړوي. چينايانو د خپل غوره دوديز کلتور له ځانګړتياوو څخه ګټې پورته کړې او په دې لارې يې چيني ځانګړتيا لرونکي توليدات ډيزاين او جوړ کړي دي. د چيني تولیداتو ګرم بازار نه يوازې د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصاد په غوړولو کې، بلکې د تمدنونو  په متقابلې زده کړې کې مرستې کوي.