په چيني ژبه کې هغو ځانګړو بازارونو ته 大集(داجي) ويل کېږي، چې په پراخو ميدانونو يا نندارځيونو کې جوړېږي او د توکو اخيستلو او تفريح لپاره ډېر ښه ځای بلل کېږي.
د روانې میاشتې ۱۰ مه نېټه به د چين د دوديز پسرلني اختر يا نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ وي او په دې وروستيو کې د دغه هېواد په ډېرو ځايونو کې داجي يا لوي بازارونه جوړ شوي او هره خوا پکې د دغه اختر د لمانځنې ځانګړي توکي تر سترګو کيږي.
د شاندونګ ولایت په ګاومي سيمه کې يو ماشوم د پسرلني اختر په یوه داجي يا لوی بازار کې د لوبو توکي ګوري.
د جيانګسو ولایت په هوایان ښار کې يوه مېرمن له خپل ماشوم سره د پسرلني اختر په یوه بازار کې د توکو په انتخابولو بوخته ده.
د چین په پلازمېنې بېجينګ کې د کرنې ملي نندارتون په تالار کې د پسرلني اختر په پار ځانګړی بازار روان دی.
د چین په پلازمېنې بېجينګ کې د کرنې ملي نندارتون په تالار کې د سږني پسرلني اختر په پار ځانګړی بازار روان دی او د چين د بېلا بېلو سيمو ځانګړي محصولات او د بهرنيو هېوادونو یو شمېر ځانګړي توکي پکې نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.
په بېجينګ کې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې هر کال د پسرلني اختر په پار دا ډول ځانګړی بازار ترسره کيږي او سږنی بازار به يې نږدې يوه مياشت دوام وکړي.
د جه جيانګ ولایت په جينهوا ښار کې د پسرلني اختر بازار کې له هګيو جوړ شوي خواړه.
د لياو نينګ ولایت په شنيانګ ښار کې د پسرلني اختر بازار کې يوه مېرمن د باوځه(یو ډول خواړه دي) په جوړولو بوخته ده.
د شاندونګ ولایت په جينان ښار کې ( ليوفو) بازار.
د جيانګ سو ولایت د سو جو ښار يو بازار.