شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2024/02/08 22:13:42
شريکول:

د چین د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۸مې نېټې په ماسپښین د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټيلیفوني خبرې اترې وکړې.

د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل ته د نوي کال مبارکي وویله. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل: په تېر کال کې موږ دوه ځله سره وکتل او د ډېرو مهمو موضوعاتو په اړه د نظر يووالي ته رسيدلي يوو. روان کال د چين او روسيې ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی. چين غواړي له روسيې سره يو ځای د متقابلو مرستو او دوستۍ روحيه پياوړې کړي او د چين او روسيې ترمنځ په اړيکو کې نوی پرمختګ ومومي.

پوتین په خپلو خبرو کې وویل چې د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره د روسیې او چین اړیکې بې ساري لوړې کچې ته رسېدليعې دي. روسيه غواړي له چین سره د شانګهای د همکارۍ سازمان په شان په سيمه ييزو او نړيوالو څو اړخيزو چوکاټونو کې خپلمنځي اړيکې او همغږۍ پياوړې کړي، يو له بل څخه ملاتړ وکړي، څو اړخيزم وساتي او د خپلو قانوني ګټو ساتنه وکړي. روسیه په ټینګه توګه د یو چین پېژندنې پر اصولو ولاړه ده.