د اردن وسله والو پوځ د فبرورۍ په ۷مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې له سوريې سره په سرحدي سيمې کې يې د نشه يي توکو د قاچاق مخه نېولې ده.
خبرپاڼه وايي، د اردن وسله وال پوځ د هېواد په ختيځ کې د امنيت ادارې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې سره په ګډې همغږۍ د نشه يي توکو د قاچاقبرو پر ضد عمليات کړي او له سوريې څخه اردن ته د نشه يي توکو د قاچاق مخه يې نېولې ده.
خبرپاڼه وايي، د اردن وسله والو ځواکونو د نشه يي توکو د مخنيوي په يادو عملياتو کې درې قاچاقبر وژلي او زيات شمېر نشه يي توکي يې نيولي دي.
د دغو عملياتو په ترڅ کې د اردون یو سرحدي پولیس هم ټپي شوی دی.