چین د لوړې سویې ورخلاصون ته دوام ورکوي
CMG2024/02/08 14:47:37
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۷مې نېټې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې يې د بهرنیانو لپاره د سیمکارټونو د اخیستلو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نوموړي ويلي، د چینا ټلیکام، چینا موبایل او چینا یونیکوم په شمول مخابراتي شرکتونو په دې وروستیو کې د بېجینګ، شانګهای او ګوانګجو په شمول د ځینو ښارونو په هوايي ډګرونو کې د بهرنيانو لپاره د سیمکارټونو د اخيستو په پار نور ۹ خدمتي مرکزونه جوړ کړي دي.

وانګ ون بین زياته کړې، چین د خپلو اتباعو او بهرنیانو د تګ راتګ د اسانتیاوو لپاره یو لړ اغېزمن تدبیرونه نیولي او اوسمهال چیني اتباع په لا خوندي او اسانه توګه بهر ته تګ راتګ کولی شي او بهرنیانو ته يې هم چین ته د راتګ اسانتیاوې برابرې کړې دي.