محمود عباس: په سیمې کې سوله او ثبات د دوو هېوادونو د لایحې په تطبیق راتلی شي
CMG2024/02/08 14:51:34
شريکول:

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د فبرورۍ په ۷مې په رام الله ښار کې د امریکې له بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره ليدلي او د فلسطین ـ اسرائيل د روانې شخړې او د سیمې د حالاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.

نوموړي د فلسطين او اسرائيل ترمنځ سوله او ثبات د دوو هېوادونو لایحې په عملي کېدو پورې تړلي بللي دي.

عباس په ټينګار ويلي، چې غزه د فلسطین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده او د اسرائیل له لوري له فلسطین څخه د غزې د جلا یا بېلېدو پلان به په هېڅوجه ونه مني.