شي جين پینګ خلکو ته د پسرلني اختر په مناسبت مبارکي وويله
CMG2024/02/08 17:01:48
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا د فبرورۍ د اتمې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په مناسبت غونډه وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس، شي جين پينګ په دغه غونډه کې وينا وکړه او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې او د چين د دولتي شورا په استازيتوب يې د هېواد د بېلابېلو قومونو خلکو، د هانکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو اوسېدونکو، د تايوان اوسېدونکو او په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو چيني اتباعو ته د پسرلني اختر مبارکي وويله.

شي جين پینګ په خپله وينا کې هيله وښوده چې د هېواد ټول خلک په راتلونکي ښامار کال کې په مثبتې روحيې او ډېرو هڅو نوښتونه او خدمتونه وکړي او د چیني شکله عصري کېدو بهیر نوې پاڼه په ګډه وليکي.