ډيموکراتيکي کوريا له کوريا جمهوريت سره د اقتصادي همکاریو تړونونه لغوه کړل
CMG2024/02/08 11:06:06
شريکول:

د ډيموکراتيکي کوريا مرکزي خبرې اژانس د فبرورۍ په ۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ۱۴م کانګرېس دايمي کمېټې تېره ورځ خپله ۳۰مه غونډه ترسره کړې او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت سره یې د شمال ـ جنوب د اقتصادي همکاريو قانون، د کومګانګ غر د نړيوالې سيلانۍ ځانګړی تړون او د شمال ـ جنوب د اقتصادي همکاریو اړوند سند لغوه اعلان کړي دي.

دا ښيي چې ډيموکراتيکې کوريا له کوريا جمهوريت سره د اقتصادي همکاريو ټول تړونونه منحل کړي دي.