د پاکستان لنډمهاله حکومت د فبرورۍ په ۷مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې په همدې ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ټاکنيزو دفترونو مخې ته دوه چاودنې شوي، چې له امله يې لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.
ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځینو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.
داعش ترهګرې ډلې د یادو چاودنو مسؤلیت پرغاړه اخېستی دی.
په پاکستان کې نن د فبرورۍ په ۸مې نېټې پارلماني او ایالتي ټاکنې ترسره کيږي.