په چين کې يوه اصطلاح ده؛ که خلک پيسې لري او که نه، خو د پسرلني اختر لپاره به (نيانهوا) انځورونه اخلي.
په چيني ژبه کې هغو ځانګړو انځورونو ته (نيانهوا ) ويل کېږي، چې د چين د دوديز پسرلني اختر يا نوي کرنيز کال اړوند توکي پرې انځور شوي وي او خلک يې د دغه اختر د لمانځنې په پار د کورونو پر دروازو، کړکيو او دیوالونو نښلوي او په همدې لارې د نوي کرنيز کال لپاره خپلې نيکې هيلې څرګندوي.
د وخت په تېرېدو او د زمانې په پرمختګ، د نيانهوا انځورونو په محتوياتو کې هم بدلونونه راغلي دي.