چين ميډیا ګروپ نړيوالو ته د پسرلني اختر هنري ننداره وړاندې کړه
CMG2024/02/09 20:06:03
شريکول:

د فبرورۍ ۹مه نېټه د چین د کرنيز کال وروستۍ ورځ ده. چین ميډیا ګروپ د همدې ورځې د ماښام په ۸ بجو د چين د نوي کرنيز کال د نمانځنې په پار هنري ننداره وړاندې کوي.

ملګرو ملتونو د  تېر کال د ډسمبر په ۲۲مې نېټې د چين پسرلنی اختر د دغه سازمان د رخصتۍ په توګه اعلان کړی او ماښامنۍ هنري نندارې ته يې ځانګړی اهمیت ورکړی دی.

چين ميډيا ګروپ له ۱۹۸۳م کال راهیسې د هر کرنيز کال د اخري ورځې په ماښام هنري ننداره ترسره کوي، چې چینایان يې چون وان بولي.

د چون وان يا ماښامنۍ هنري نندارې د پروګرامونو محتويات او تخنیکونه د چین په ټلويزیوني هنري پروګرامونو کې تر ټولو لوړه سویه لري.

چين ميډيا ګروپ د سږنۍ هنري نندارې د جوړولو په بهیر کې د عامو خلکو خوښې او ګډون ته ډېره پاملرنه کړې او د چین د بېلا بېلو مسلکونو غړي پکې ګډون لري.

د روان کال هنري نندارې کې خلکو ته د چين ۵ زره کلن تمدن او کلتور ښودل کېږي.

د یادونې ده، يوې چيني ۹۳ کلنې هنرمندې په لومړي ځل د هنري نندارې لپاره يو ځلاند انځور ډيزاین او جوړ کړی او نوم يې نیان جین تو ورکړی دی.

د روان کال په هنري نندارې کې هم د وي ار (VR) فلم جوړونې ماډل استعمال شوی، چې د اېکس ار+ وي پي(XR+VP)  عصري ټېکنالوژۍ سیسټم پکې کارول شوی دی.

چین ميډيا ګروپ د سږنۍ هنري نندارې لپاره د لیاو نینګ ولایت په شن يانګ ښار، د هو نان ولايت په چانګ شا ښار، د شاان شي ولایت په شي ان ښار او د شينجيانګ په کاشغر ښار کې فرعي سټېجونه جوړې کړي او له بېجينګ سره يو ځای يې د چين د بېلا بېلو ځایونو ځلاندې کلتوري نندارې خپرې کړې دي.

سږنۍ هنري ننداره چې د ګردې نړۍ لويه ميله هم بلل کېږي، د بېلا بېلو هېوادونو خلکو پکې د شېر(share) په نوم سندره زمزمه او نڅاوې کړې دي او ګردې نړۍ ته يې د چین د پسرلني اختر په پار مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کړې دي.

د چين د پسرلني اختر سږنۍ هنري ننداره د نړۍ ۴۹ هېوادونو ۹۰ ښارونو کې پر ۳۰۰۰ سکرینونو خپره شوې او نړۍ ته يې د چين ځلاند کلتور خپور کړی دی.

د نړۍ خلکو د يادې هنرې نندارې خوږو سندرو او نڅاوو له لارې د چین پسرلنی اختر او ځانګړی چيني کلتور احساس کړی دی.