د حماس لوړپوړی پلاوی قاهرې ته تللی
CMG2024/02/09 10:32:52
شريکول:

حماس د فبرورۍ د ۸مې نېټې په شپه خبر ورکړی، چې د دغه سازمان د لوړ پوړي مشر خليل حيه په مشرۍ د خبرو اترو يو پلاوی د مصر پلازمينې قاهرې ته رسيدلی دی.

راپورونه وايي، خلیل حیه به په قاهرې کې له مصري چارواکو سره د غزې سيمې د اوربند او د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.