د نائرو ولسمشر د پسرلني اختر په مناسبت چينايانو ته مبارکي وويله
CMG2024/02/09 16:29:52
شريکول:

د نائرو ولسمشر داویډ رانیبوک اډېانګ پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۹مه نېټه یعنې د پسرلني اختر مخکې ورځ کې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ او د چين خلکو ته د پسرلني اختر مبارکي او نيکې هيلې وويلې او هیله يې ښودلې چې د نائرو او چين ترمنځ دوستي به په ژوره او ټینګه دوام وکړي.

هغه وویل، د پسرلني اختر په مناسبت زه د نائرو حکومت په استازیتوب د چين د دولت رئيس شي جین پینګ او د چین ملت ته د زړه له تله سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم. چین او نائرو په وروستیو کې يو له بل سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې، څه چې د خپلمنځي دوستۍ، متقابل احترام او همکارۍ لپاره د ګډې ودې یوه تاریخي نښه ده. په دې مهم وخت زه هیله لرم چې موږ د زړور ښامار په شان د دواړو هېوادونو لپاره سمسوره او روښانه راتلوونکې جوړه کړو. ده وويل : زه رئيس ته او د چين خلکو ته د پسرلني اختر مبارکي وايم او د سولې، سوکالۍ او نیکمرغۍ هيله ورته کوم.