په چين کې يوه اصطلاح ده؛ که خلک پيسې لري او که نه، خو د پسرلني اختر لپاره به (نيانهوا) انځورونه اخلي.
په چيني ژبه کې هغو ځانګړو انځورونو ته (نيانهوا ) ويل کېږي، چې د چين د دوديز پسرلني اختر يا نوي کرنيز کال اړوند توکي پرې انځور شوي وي او خلک يې د دغه اختر د لمانځنې په پار د کورونو پر دروازو، کړکيو او دیوالونو نښلوي او په همدې لارې د نوي کرنيز کال لپاره خپلې نيکې هيلې څرګندوي.
د وخت په تېرېدو او د زمانې په پرمختګ، د نيانهوا انځورونو په محتوياتو کې هم بدلونونه راغلي دي.
د جه جينګ ولایت په هانګجو ښار کې د نيانهوا انځوريز نندارتون
په چونګچينګ ښار کې د نيانهوا انځوريز نندارتون
دغه انځور د تيانجين ښار په موزيم کې ساتل شوی او ځينې پخوانۍ صحنې پکې پنځول شوي دي. په انځور کې ښکاري، چې خلک د اختريز بازار سېل کوي او د يوانشياو په نوم ځانګړي چیني خواړه خوري.
د تېرې پېړۍ په نهمې لسیزې کې، د چين د هېلونګجيانګ ولایت په جياموسي ښار کې د پسرلني اختر په يوه بازار کې د نيانهوا انځورونه
د عصري زمانې نيانهوا انځورونه
په دغه نيانهوا انځور کې د يوه کلي پاکې او ښکلې منظرې پنځول شوې دي.
په دغه نيانهوا انځور کې ښکاري، چې پنځه ماشومان په ژوندۍ خپرونې کې دوديزه هنري ننداره وړاندې کوي.
د بېجينګ امپراطورۍ ماڼۍ پر دروازې د نيانهوا انځورونه لګول شوي.