پیسې د ريښتني اواز د پورته کېدو مخه نه شي نیولی
CMG2024/02/09 10:46:17
شريکول:

د چین د شینجیانګ کشعر سیمه د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال د پسرلني اختر په پار د ماښامنۍ نندارې یو فرعي مرکز وټاکل شو.

 د دغه اختر په رارسېدو سره په دغه سیمه کې زیاتې تزييني کارونه ترسره شول او ډېر سیلانیان یې راجلب کړي دي.

شينجیانګ په دې وروستیو کلونو کې د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې د لیدو وړ کارنامې تر لاسه کړې دي، دلته اوږد تاریخ، په زړه پورې عادتونه، ښکلې طبیعي منظرې او خوندور خواړه هغه څه دي چې سیلانیان راجلبوي. شمېرې ښيي چې شينجيانګ تېر کال ۲۶۵ میلیونه سیلانیان جلب کړي او د سیلانۍ عاید یې ۲۹۶،۷ میلیارډه یوانو ته رسېدلی دی. د پسرلني اختر د رحصتۍ لپاره د سفر تمځایونو د انتخابېدو په لیست کې، د شينجیانګ ارومچي او کشعر پکې شامل دي.

د شينجيانګ خلک په ارام ډول کار او ژوند کوي، خو پر دغې سیمې د غربي رسنیو تورونه تل دوام لري.

د سږ کال د تېرې جنورۍ په ۲۳مه د شينجيانګ اقسو سیمه کې د ۷،۱ درجه زلزله وشوه، له بېلا بېلو سیمو څخه راغلې ژغورونکې ډلې د ژغورنې پر کارونو مصروفې وې. په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې، د ځینو لوېديځو هېوادونو استازو بيا هم د شينجيانګ مسئلې په اړه پر چین بېځایه تورونه ولګول.

ولې لوېديځو هېوادونو په وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه د شينجيانګ له مسئلې په استفادې سره پر چین تورونه لګولي؟ مثلاً پر شينجيانګ پسې يې پر بشري حقونو د ځپلو تورونه وتړل.

د اروپا کارپوه یانګ اوبوګ یوه موده مخکې له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې امریکا یوه مصوبه جوړه کړې چې د مسلسلو ۵ کلونو لپاره به هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالره بېل کړي څو خبریالان  وروزل شي چې د چین په اړه جعلي او منفي راپورونه طرحه او خپاره کړي. نو موږ په دې سره پوه شوو چې پر چین د لګول شويو تورونو سرچینه همدغه ده.

د امریکې په یاده مصوبه کې څه د پاسه ۲۰ ځلې د چین شینجیانګ یاد شوی او دا یې څرګنده کړې چې امریکا باید د شینجیانګ په چارو کې لاسوهنه وکړي. ولې واشنګټن له شینجیانګ سره دومره زیاته علاقه لري؟

د وود ماکینزي په نوم مشورتي شرکت د جنورۍ په ۷مې د تازه راپور په خپرولو سره وویل، په تېر ۲۰۲۳ کال کې د چین په دننه کې د لمریزې انرژۍ په وسیله د برېښنا د تولیدي جنراتورونو د ظرفیت زیاتوالی شاوخوا د امریکې او اروپايي ټولنې د حجم له دوو چندو سره برابر و. چین په نړۍ کې د لمریزې انرژۍ د پرزو لوی تولیدوونکي هېواد په توګه اوس د ګردې نړۍ په سلو کې ۸۰ برخه اړوند تولیدي توان لري.

د چین په شينجيانګ سیمه کې نه یوازې زیاتې لمریزې انرژۍ شته، دلته د لمریزې انرژۍ د کارونې بارډ د تولید لپاره د اومه مواد (polycrystalline silicon) پولیکریستلنی سلیکون یوه مهمه نړیواله تولیدي اډه هم ده. دغه زرغون چارې نه یوازې د چین، بلکې د نړۍ لپاره ستر اهمیت لري. نو ځکه شینجیانګ د لوېديځو رسنیو له بې ځایه تورونو سره مخ دی، دوی غواړي پر شينجیانګ د تورونه لګولو له لارې د چین وړتیا لرونکې چارې ویجاړې کړي. لوېديځ خوا غواړي د شینجیانګ په اړه د جعلي راپورونو له لارې د چین ډيپلوماتیکې سرچینې له منځه یوسي، او په شینجیانګ کې تاوتریخوالی رامنځته کړي تر څو د چین یووالی او پرمختګ ویجاړ کړي.

خو له اوږد وخت راهیسې د شینجیانګ په ثابت پرمختګ سره به د لوېديځو هېوادونو دغه ګونګوسې هرومرو ناکامې شي.

د امریکې د سي بي اس خبریالې د جنورۍ په ۷مې د چین شينجيانګ سیمې ته د دې د سفر په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې په شینجیانګ کې د تش په نوم د ملي لږکيو د زندان په اړه هېڅ شواهد نه دي پیدا شوي. په شینجیانګ کې د چټک اورګاډي، د باد انرژۍ په وسیله د برېښنا د تولیدي فابریکې او سیلانیزو چارو د جوړونې او پرمختګ کارونو دغې خبریالې ته ژوره خاطره وربښلې ده.

له دې څخه ښکاري چې که څه هم واشنګټن پر چین د بې ځایه تورونو لپاره ګڼ شمېر پیسې بېلې کړي، خو د واقعي اواز د پورته کېدو یې مخه نه شي نیولی.