د امریکا سنا مجلس اوکراین سره د مالي مرستې لایحه تصويب کړه
CMG2024/02/09 14:14:46
شريکول:

د امریکا سنا مجلس د فبرورۍ په ۸مې نېټې، د ۹۵ ميلیارډو امریکايي ډالرو بیړنيو امنیتي لګښتونو لایحې ته رایه ورکړې، چې په دې جملې کې به ۶۰ ميلیارډه ډالره د اوکراین د ملاتړ لپاره برابر شي.

د امریکا سنا مجلس يادې لایحې ته ۶۷ موافقې او ۳۲ مخالفې رايې ورکړې دي.

د امريکا په سنا کې د اکثريت ګوند مشر چوک سچومير ویلي، چې دا لایحه به له اوکراین او اسرائیلو سره د مرستې لپاره وکارول شي.