د چين ميډيا ګروپ د فبرورۍ په نهمه نېټه د ۲۰۲۴ کال د پسرلني اختر په پار د ماښامنۍ هنري نندارې د پروګرامونو لېست خپور کړی چې پکې سندرې، نڅاوې، اوپرا، کونګ فو، د طنز نندارې او جادو په شمول ډول ډول پروګرامونه شامل دي.
د چين ميډيا ګروپ هيله لري چې د يادې نندارې له لارې خلکو ته خوشحالي راوړي او په ګردې نړۍ کې اوسېدونکو چینايانو ته کلتوري ميله وړاندې کړي.
د خبر له مخې CGTN به د دوو سوو هېوادونو او سيمو له څه باندې ۲۱۰۰ خبري رسنيو سره په ژوندۍ بڼه نړيوالو ته اړونده خپرونه وړاندې کړي.