د ملګرو ملتونو لوړ پوړي کميشنر په غزې کې د اسرائيل پوځي عمليات وغندل
CMG2024/02/09 10:42:48
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري چارو لوړ پوړي کميشنر ولکير ترک خبري رسنيو ته ويلي، چې په غزې کې يې دفتر د اسرائيلي ځواکونو هغه پوځي عمليات جدي څاري، چې پکې يې ډېرو مسلکي بنسټيزو تأسيساتو ته زيانونه رسولي دي او د اسرائيلي ځواکونو دغه کړنه يې جنګي جرم بللی دی.

نوموړي ويلي،  کميسيون يې د تېر کال له اکتوبر راهيسې د اسرائيلي ځواکونو د هغو کړنو په هکله راپورونه ورکړي، له هغو سیمو پرته، چې شخړې پکې روانې دي، په نورو سيمو کې  اسرائيلي ځواکونو هم ډېر مسلکي بنسټيز تأسيسات او نورې ودانۍ ويجاړې کړي، چې په دې جمله کې استوګنځايونه، منځني او کوچني ښوونځي او پوهنتونونه هم شامل دي.

ولکير ترک زياته کړې، چې د اسرائيلي ځواکونو په يادو کړنو ځايي اوسېدونکي اړ کړي، چې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.

نوموړي اسرئیلي حکومت ته خبرداری ورکړی، چې دغه کړنې يې جنګي جرم بلل کيږي.