د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې تبليغاتي ويډيو په عربي متحده امارات کې پر ګڼو سکرينونو خپره شوې
CMG2024/02/09 14:53:08
شريکول:

 

د عربي متحده امارات په دوبۍ ښار کې د چين د پسرلني اختر د لمانځني په پار يو لړ فعاليتونه تر سره شوي دي.

د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې تبليغاتي ويډيو د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر، د دوبۍ مهمو سوداګريزو سيمو او د دوبۍ د تياتر په ګډون د ډېرو ځايونو پر ۲۳۰ بريښنايي سکرينونو وړاندې شوې او ځايي وګړو له يادې نندارې سره علاقه ښودلې ده.

د عربي متحده امارات د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې د فبرورۍ په ۷مې نېټې د چين د پسرلني اختر د لمانځنی فعالت تر سره شو، چې په ترڅ کې يې په پنځم ځل د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنرې نندارې تبليغاتي ويډيو خپره شوې ده. ټاکل شوې، چې دغه ننداره به تر پسرلني اختر مخکې شپه کې په ژوندۍ بڼه هم په دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې خپاره شي.

ګڼ شمېر چيني سلانيانو خوشحالي ښودلې، چې په بهرنيو هېوادونو کې يې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنرې نندارې تبليغاتي ويډيو کتلې او د پسرلني اختر د لمانځنۍ احساس يې ورکړی دی.