د ملګرو ملتونو چارواکو او په دغه سازمان کې د څو هېوادونو استازو چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې
CMG2024/02/09 10:43:51
شريکول:

د ملګرو ملتونو چارواکو او  په دغه سازمان کې د څو هېوادونو استازو د پسرلني اختر د را رسېدو په درشل کې د سي اېم جي له لارې چينايانو ته د اختر مبارکي او نيکې هيلې او پيرزوینې وړاندې کړې دي.

 د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، د ۲۰۲۴ م کال د ښامار کال دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ميګويل موراتينوس چينايانو، چیني مشرانو، اسيايانو او د ګردې نړۍ ټولو خلکو ته د پسرلني اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

نوموړي ويلي، اوسنۍ نړۍ د چين برخې اخيستنې او ملاتړ ته ضرورت لري او چين يې يو ستر هېواد یاد کړی او په وينا يې، دغه هېواد بې ساری تمدن او همکاران لري.

په م،م کې  د نيکاراګوا استازي کاستيلو چيني ملت او چيني مشرانو ته د اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې مونږ ټوله ښې چارې ترسره کړو او روغ جوړ واوسو او دواړه هېوادونه د خپلو خلکو د نيکمرغۍ، د هېوادونو د سمسورتيا، سولې او همغږۍ په موخه د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

 نوی کال مو مبارک شه!