د عراق د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې عراق او امريکا به د روانې مياشتې په ۱۱مې نېټې د لوړ پوړې پوځي کمېټې په چوکاټ کې دوهم ځل خبرې اترې وکړي او په عراق کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد په منحل کېدو به وغږيږي.
بغداد او واشنګټن د جنورۍ په ۲۷مې نېټې د يوې لوړ پوړې پوځي کمېټې په چوکاټ کې خبرې کړې وې او په عراق کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد د حضور د پای ته رسېدو په اړه يې بحث کړی و، خو کومې غوڅې پايلې ته نه وو رسيدلي.
د عراق صدراعظم د مطبوعاتو دفتر د يوې اعلامیې له مخې د هېواد صدراعظم يې محمد سوداني د خبرو د لومړي پړاو مشري کړې وه.