د چين او پورتګال مشرانو د خپلمنځي اړيکو د ۴۵مې کلیزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2024/02/09 10:27:39
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پينګ او د پورتګال ولسمشر مارسيلو ريبلو ديسوسا د فبرورۍ په ۸ مې نېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۴۵ مې کليزې په پار یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جین پینګ په خپل پيغام کې ويلي،  د چين او پورتګال پر ډيپلوماتيکو اړيکو ۴۵ کاله اوښتي، چې په درشل کې يې دواړو هېوادونو متقابل احترام او پرانېستې مفکورې ساتلي، د دوستانه سلامشورو له لارې يې د مکاو مسئلې سمې حل کړي، د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړیکې يې جوړې کړي، د نړيوال مالي بحران او د عامې روغتيا ننګونو پر وړاندې يې ګډه مبارزه کړې، د تصديو متقابلې ګټورې همکارۍ يې پراخې شوي، د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي پرمخ بیایي او د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو د پرمختګ او څو اړخيزم ساتنې لپاره يې ګډې هڅې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې هغه له پورتګال سره د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر ديسوسا سره به د چين او پورتګال د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د دوامدارې ژورتيا، د دواړو هېوادونو د خلکو د ښو ګټو، د چين او اروپايي ټولنې د سالم او ثابت پرمختګ او د نړۍ د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره به هڅې وکړي.

ديسوسا په خپل پيغام کې ويلي، پورتګال او چين له يو بل سره اوږد جغرافيايي واټن لري، خو تل يې چارې په همغږۍ ترسره کړي او په سياسي، اقتصادي، کلتوري، ټولنيزو او نورو برخو کې یې دوستانه تګ راتګ ساتلی دی.

نوموړي ويلي، پورتګال به له چين سره د دوستۍ ساتنې او د دوه اړخيزو اړيکو د لا زيات پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.