د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ د ۸مې نېټې په ماښام له يوې امريکايي رسنۍ په ځانګړې مرکې کې ويلي، د لوېديځو هېوادونو مشران په دې پوهېدلي، چې له ستراتيژۍ لحظه د روسيې او اوکراين په جګړه کې د روسيې ناکامېدل ناشوني دي او دوی په دې غور کوي، چې راتلونکي پړاو کې نورې کومې چارې ترسره کړي.
پوتين د روسيې او اوکراين د اوسنۍ شخړې په اړه ويلي، چې مسکو د دې شخړې د لا پراخېدو اراده نه لري.
نوموړي د روسیې او پولنډ ترمنځ د جګړې یوازینی امکان يې د پولنډ بريد پورې تړلی بللی او په وينا يې " که پولنډ په روسیې برید وکړي. " نو روسیه به هم ارامه کېنني، خو په پولنډ، لاتویا یا بل کوم ځای کې د جنګ اراده نه لري.
(ژباړه: شکريه)