د ۲۰۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۱۰۰ رسنۍ به د چین د پسرلني اختر د هنري نندارې راپورونه خپاره کړي
CMG2024/02/09 00:30:11
شريکول:

 

چين ميډيا ګروپ به د بېجينګ پر وخت د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ د ۹مې نېټې د ښامام په اتو بجو د دغه هېواد د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په مناسبت هنري ننداره وړاندې کړي.

د چين ميډيا ګروپ پر پردې د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره په نړۍ کې تر ټولو ډېر کتونکي لري، چې د جينيس نړیوال ريکارډ کتاب کې هم دا موضوع ليکل شوې ده. دغه هنري ننداره اوس يوه داسې لویه کلتوري مېله ګرځېدلې، چې د نړۍ په هر ګوټ کې مېشت چينايان او چیني الاصله بهرنيان يې په کتلو د اختر خوشحالۍ سره شريکوي، دغه راز نړيوالو ته يې د چيني کلتور او دوديز پسرلني اختر د ورپېژندلو لپاره يوه کړکۍ جوړه کړې ده.

د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن تلویزيون به پر خپلو انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي چینلونو او په ۶۸ ژبو د ټولنیزو رسنيو پر خپلو پاڼو د يادې هنري نندارې ژوندۍ خپرونې خپارې کړي، دغه راز د امريکا، کاناډا، بريټانيې، فرانسې، جرمني، ايټاليا، روسيې، جاپان، برازیل،استراليا، هند، پاکستان، د عربي متحده اماراتو، سينګاپور، اندونیزيا، لاوس، کمبوديا، جنوبي افریقا او کينيا په ګډون د نړۍ د ۲۰۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۱۰۰ رسنۍ به هم دغه هنري نندارې او خپرونې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.