د چين د پسرلني اختر هنري ننداره نړيوالو کتوونکو ته وړاندې شوه
CRI2024/02/09 23:35:29
شريکول:

د فبرورۍ د نهمې نېټې شپه په چين کې د (چوشي) يا د کرنيز کال اخري شپه ده او سبا لسمه نېټه بيا د نوي کرنيز کال لومړی ورځ يا پسرلنی اختر دی.

چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر هنري ننداره د فبرورۍ په نهمې نېټې د ماښام په اتو بجوپه ژوندۍ بڼې خپره کړې او د ګردې نړۍ خلکو ته يې د ټلويزيونونو تر پردو رسولې ده.

د دغې هنري نندارې عمومي صحنه يا سټېج د چين په پلازمينې بېجینګ کې دی او څلور فرعي سټېجونه يې د دغه هېواد په نورو څلورو ښارونو (د شنيانګ ولایت لياونينګ ښار، د هو نان ولایت چانګ شا ښار، د شان شي ولایت شي ان ښار او د شينجيان ويغور کورواکې سیمې کاشغر ښار) کې دي.

چين ميډيا ګروپ له تېرو مسلسلو ۴۱ کلونو راهیسې هر کال د پسرلني اختر په مناسبت هنري ننداره ترسره کوي. په دغې هنري نندارې کې د سندرو، نڅاوو، ټوکو ټکالو، تمثیلي ټوټو، چيني اوپېراګانو، وو شو يا کونګفو لوبو، جاودګري، اکروباتيک، ميوزيک ډرامو او  لنډو فلمونو په ګډون ډول ډول پروګرامونه نندارې ته وړاندې کېږي . 

په سږنۍ  هنري نندارې کې ډېرو عامو چينايانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

سږنۍ هنري ننداره د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو او سيمو کې پر ۲۱۰۰ خبري رسنيو خپره شوې ده او دغه راز د نړۍ د شپږو لویو وچو د ۴۹ هېوادونو په ۹۰ ښارونو کې په عامو تفريحي ځايونو کې پر۳۰۰۰ برېښنايي پردو هم  د يادې هنري نندارې پروګرامونه خپاره شوي دي.