د افغانستان مسئلې په اړه د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د فبرورۍ په ۹مه وویل، د افغانستان مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
ده ويلي چې دی به هم په دغه غونډه کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو د مخکنۍ اعلامیې له مخې، په دغه غونډه کې به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو او تبادلو د لا زياتېدو په موخه ګټور بحث وشي.