په بنګله دېش کې د چیني تصدۍ له خوا د جوړې شوې برېښنایي شبکې لومړی لاين فعال شو
CMG2024/02/10 11:48:06
شريکول:

په  بنګله دېش کې د برېښنايي شبکې د ښه والي په هکله د چيني تصدۍ له خوا د جوړې شوې پروژې لومړی لاين د فبرورۍ په اتمه  فعال شو، چې  په دې سره به د دې هېواد په شمال لويديځ کې د راجشاهي په سيمه کې د برېښنا برابرولو توان تر زياتې اندازې پورې پياوړی شي.

د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د دې هېواد د برېښنايي شبکې د دولتي شرکت د شاوخوا ۹۹ برېښناکوټونو او د شاوخوا زر کيلو مترو په اوږدوالي د برېښنايي لاينونو له جوړولو او ښه والي سره تړاو لري.

د ابتدايي  شمېرو له مخې تر اوسه په  بنګله دېش کې د هغو برېښناکوټونو ظرفيت، چې چيني  تصدیو پکې برخه اخيستې، د دې هېواد د برېښناکوټونو د عمومي ظرفيت په سلو کې ۳۵ برخه  جوړوي او د دې هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره يې ثابت برېښنايي ضمانت برابر کړی دی.