د م. م سرمنشي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په يووالي سره د سولې د لټولو لپاره هڅه وکړي
CMG2024/02/10 11:47:20
شريکول:

د م.م سرمنشي انتونيو ګوتريس د فبرورۍ په اتمه پر نړيوالې ټولنې غږ  وکړ، چې يووالی وساتي او د سولې  د لټولو لپاره دې هڅې وکړي، څو د انسانانو پر وړاندې د موجودو ستونزو د لرې کولو لپاره لاره چاره پيدا کړي.

نوموړي په همدې ورځ په نيويارک کې د م م په مقر کې په يوه خبري ناسته کې خبري رسنيو ته  وویل، چې موږ بايد د هغې عادلانه او دواملرونکې سولې د لټولو لپاره هڅې وکړو، چې د م.م له منشور او نړيوالو قوانينو سره سمون ولري.

هغه ټينګار  وکړ، چې که څه هم زموږ ستونزې ډېرې دي، خو د سولې او یووالۍ د لټولو غږونه راپورته شوي دي. موږ نه شو کولی چې يوازې  انتظار کوو .