د ۲۰۲۴ کال پسرلني اختر په پار ماښامنۍ ننداره د نړۍ نندارچیانو ته وړاندې شوه
CMG2024/02/10 11:35:10
شريکول:

د ۲۰۲۴ کال پسرلني اختر په پار د چین میډیا ګروپ ماښامنۍ ننداره د فبرورۍ د ۹مې د ماښام په ۸ بجو پیل او د  ټولې نړۍ نندارچیانو ته یې له خوشحالۍ ډک نمایشونه  وړاندې کړل. شمېرې ښيي، چې د همدې ورځې تر ۲۴ بجو پورې د دې نندارې د کتونکو شمېر ۱،۵ میلیارډو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۲ سلنه زیات شوی دی.

د چین میډيا ګروپ سي جی ټي ان شبکې د امریکې، بریتانیې، فرانسې،  ایټالیې او روسیې په شمول، د ۲۰۰ هېوادونو او سیمو له ۲۱۰۰ رسنیو سره په همکارۍ یاده ننداره خپره کړې او په ګردې نړۍ کې یې ۶۴۹ میلیونه نندارچیان راجلب کړي دي. ویل کېږي، چې د  ټولې نړۍ نندارچیانو له دې نندارې څخه د چین د پسرلني اختر دودیز عادتونه او فرهنګ احساس کړی دی.