د جرمني په ديټفورټ ښار کې د چین په اړه فیسټوال جوړ شو
CMG2024/02/10 11:39:16
شريکول:

د جرمنی په دیټفورټ ښار کې د فبرورۍ په ۸مه د چین په اړه کلنی فیسټوال  جوړ او شاوخوا شل زرو ښاریانو پکې ګډون کړی  ؤ.

د یاد فیسټوال په  ترڅ کې د دې ښار په ګوټ ګوټ کې د چین دودیز فرهنګي عوامل لیدل کېدل او په ډېرو مغازو کې د چین د نېکمرغۍ  تابلوګانې نصب شوې  وې.

دیټفورټ ښار په اروپا کې د چین لومړی دوستانه ښار بلل کېږي او  له ۱۹۲۸ کال راهیسې هر کال دلته د چین په اړه فیسټوال  جوړیږي، چې له چین سره یې مینه  څرګندیږي.