د امریکا او بریتانیې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ حوثيان وژل شوي
CMG2024/02/11 11:39:18
شريکول:

د يمن د حوثي وسله والو المسيره ټلويزيون د فبرورۍ په ۱۰مه خبر ورکړ، چې امريکې او بريتانيې په وروستيو ورځو کې د يمن بر لويديځ او شمال سيمو څو ځلې هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه  ۱۷ حوثیان وژل شوي دي.

 وژل شوي کسان په همدې ورځ په پلازمېنه صنعا کې خاورو ته وسپارل شول.

ځينو هېوادونو پر يمن د امريکې او بريتانيې د بريدونو غندنه کړې او دا يې د يمن پر ملي حاکميت تيری ګڼلی او ويلي يې دي چې دا  د سيمې د حالاتو د لا نورې ټرينګلتيا سبب کېدای  شي.