د هنګري ولسمشرې له خپلې دندې څخه د استعفا اعلان وکړ
CMG2024/02/11 12:32:18
شريکول:

د هنګري ولسمشرې نواک کتلین د فبرورۍ په ۱۰مه په ټلیوزیون کې د یوې اعلاميې په خپرولو سره له خپلې دندې څخه د استعفا اعلان وکړ.

د هنګري د رسنیو خبر له مخې، ولسمشرې نواک کتلین د تېر کال په اپریل کې هغه سړی بښلی چې پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه یې د خپل کاري مشر بدې کړنې پټ کړې وې. دغه خبر تر خپرېدو وروسته د عامه وګړیو د مخالفت د راپورته کېدو سبب وګرځېد. خلکو لاریون وکړ او له نواک کتلین څخه له خپلې دندې د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې.

نواک کتلین د فبرورۍ په ۱۰مه د استعفا په اعلامیه کې د یادې پېښې په اړه بښنه وغوښتله.