د ناټو سرمنشي له غړو هېوادونو څخه د نظامي تولیداتو د زیاتولو غوښتنه وکړه
CMG2024/02/11 12:28:02
شريکول:

د ناټو سرمنشي ستورتبیرګ د فبرورۍ په ۱۰مه د جرمني له خبریال سره په مرکه کې وویل، د ناټو غړی هېوادونه باید د خپلو نظامي تجهیزاتو جوړونه ګړندۍ کړي، اوکراین ته د وسلو د برابرولو سرعت د چتکولو په عین وخت دې خپلې زېرمې هم زیاتې کړي.

د جرمني د دفاعي ځواکونو ستر څارنوال په همدې ورځ وویل، اوس جرمنی تر سړې جګړې وروسته د بهرني جنګ له اول ګواښ سره مخ دی، هېواد یې باید په راتلونکو ۵ کلونو کې د جنګ لپاره تیاریانې ونیسي.