پسرلنی اختر نه يوازې پر چين پورې بلکې پر نړۍ پورې اړه لري
CMG2024/02/11 14:32:38
شريکول:

په ويانا کې د م. م مقر کې په لومړي ځل د چين د پسرلني اختر د نمانځنې فعاليت جوړ شوی، په نيويارک کې د م م  په مقر کې بيا د دې اختر ماښامنۍ هنري ننداره جوړه شوې او د څو هېوادونو پر لويو ودانيو چینيربېرغ سور رنګ هم ښودل شوی دی. تر هغه وروسته چې پسرلني اختر د م.م د رسمي رخصتۍ په توګه ومنل شوه، د نړۍ بېلا بېل ځايونه د دې اختر له فضا څخه ډک دي او سږني پسرلني اختر د نړيوالو له خوا د چيني فرهنګ د پېژندلو لپاره نوی فرصت برابر کړی دی.

پسرلني اختر په چين کې تر ټولو لرغونی او مهم عنعنوی اختر بلل کيږي. پسرلني اختر د م.م د رخصتۍ په توګه ټاکل شوی او له دې څخه څرګنديږي چې د م.م ارګانونه به د هر کال  پسرلني اختر په همدې ورځ غونډه تر سره نه کړي او نړيوال به له همدې اختر په نمانځنې سره د چيني کلتور او فرهنګ په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي. کارپوهانو زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې له دې نه مخکې د جنوبي کوريا، ويتنام او سينګاپور په شمول څه باندې شلو هېوادونو او سيمو کې پسرلني اختر د رسمي رخصتۍ په توګه ټاکل شوی و. دا چې ملګرو ملتونو دغه اختر د رسمي رخصتۍ په توګه هم ټاکلی ، ترې بيا ښکاري چې د چين او چيني کلتور اغیزه لا نوره زياته شوې ده. د م.م د ۷۸مې عمومي اسامبلې رئيس دانيس فرانسيس ويلي چې همدا دا مانا لري چې چين په ملګرو ملتونو او د څو اړخيزم د ساتلو په برخه کې مهم رول لوبوي او چينايان غواړي د نورو هېوادونو له خلکو سره خپل کلتور شريک کړي.

اوس مهال د امریکا له نيويارک څخه د فرانسې تر پاريس پورې، د هالند له هاګ څخه تر مکسيکو ښار پورې په نړۍ کې يوه پر پنځمه خلک په بېلا بېلو لارو چارو پسرلنی اختر لمانځي او په شاوخوا دوو سوو هېوادونو او سيمو کې د ښامار او زمري نڅاوو په شمول دوديز فعاليتونه تر سره کوي. ولې يو عنعنوی چينايي اختر په نړۍ کې کلتوري ميله ګرځېدلې ده؟

د شنوونکو په اند چينايان په خپل کلتور کې همغږۍ او هوساينې او ګډو ګټو ته ډېر ارزښت ورکوي چې دغه ارزښت هم د نړيوالو له خوا منل کيږي. چين د پسرلني اختر له لارې د سولې، همغږۍ او هوساينې په اړه د چيني کلتور مفکوره خپروي او نړيوال د پسرلني اختر په پار د ډول ډول فعاليتونو له لارې د چين په اړه معلومات تر لاسه کوي او هم احساس کولی شي چې چيني کلتور پرانيستی، ټولشموله او مبتکر دی.

د بېلګې په توګه د نړۍ د دوو سوو هېوادونو او سيمو ۲۱۰۰ خبري رسنيو په ژوندۍ بڼه د پسرلني اختر د سږني ماښامنۍ هنري نندارې خپرونه او راپورټاژونه نړيوالو ته وړاندې کړي چې د ليدونکو شمېر له ۶۴۹ مليونو څخه اوښتی او د اړوندو ويډيوګانو د ليدلو شمېر ۲۱۰ مليونو ته رسېدلی دی. نړيوالو ليدونکو د پسرلني اختر له لارې احساس کړی چې د چین عنعنوی هنر له متحرکو ځواکونو څخه ډک دی. د هاسپانيا د ډيلي ورځپاڼې داسې ليکلي چې د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره د جينيس ريکارډونو له مخې په نړۍ کې هغه تلويزيوني پروګرام بلل کيږي چې د ليدونکو شمېر تر ټولو زيات دی، نړيوالو ته يې هم ښکاره کړې چې د چین عنعنوی کلتور څنګه په بېلا بېلو ساحو کې د نوښت سرچينه ګرځېدلې ده.

د چين په عنعنوی کلتور کې لونګ یعنې ښامار د ځيرکتيا او ځواک سمبول دی. کله چې خلک سږنی پسرلنی اختر نمانځي، د نړۍ په ډېرو سيمو کې لاهم شخړې روانې دي او نړۍ د بې ثباتۍ د عواملو څخه ډک کال ته هم داخله شوې ده، نو موږ د اوسنيو ستونزو د لرې کولو لپاره ځيرکتيا او زړه ورتوب ته اړتيا لرو.

نړيوالو هم داسې حالت ليدلی چې پرانيستی او ټولشموله چين اوس ګام په ګام د چیني شکله عصري کېدو د پرمخ بيولو لپاره هڅې کوي او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ خونديتوب او پرمختګ لپاره يې خپل خدمتونه کړي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس د سږني پسرلني اختر په پار وينا کې د چين د حکومت او چينايانو څخه ډېره زياته مننه کړې چې د م.م، څو اړخيزم او د نړيوالو پرمختيايي چارو څخه ټينګ ملاتړ کوي. د پوهنې د ملکيت حق د نړيوال سازمان عمومي مديز دنګ هونګ سن وويل چې ښامار په چيني کلتور کې د زړه ورتوب، لرليد او حیاتي ځواک سمبول دی. د نړيوالو ننګونو او ستونزو پر وړاندې مونږ دغو ځانګړتياوو ته ضرورت لرو.

پسرلني اختر د یوه هېواد له سرحد څخه وتلی او د نړۍ د لا ښه والي لپاره يو مهم ځواک هم ګرځېدلی دی.