د ۲۰۲۴ کال د پسرلني اختر په پار د چین ميډیا ګروپ ماښامنۍ نندارې د خپرېدو شمېر نوی ریکارډ جوړ کړ
CMG2024/02/11 12:26:05
شريکول:

د ۲۰۲۴ کال د پسرلني اختر په پار د چین میډیا ګروپ په ماښامنۍ ننداره کې په زړه پورې سندرو او نڅاوو او لوړ او نوی تخنیک لرونکو نمایشونو سره کورنیو او بهرنیو نندارچیانو له خوشحالۍ ډکې نندارې وړاندې کړې.

د فبرورۍ د ۱۰مې نېټې سهار تر ۲ بجو پورې، د یادې نندارې د کتونکو عمومي شمېر ۱۴،۲ میلیارډو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۹ فیصده زیات شوی دی. په دې جمله کې د هغو ځوانانو اندازه چې عمرونه یې له ۱۵ کاله تر ۴۴ کاله دي، ۵۱ سلنه نیسي. د یادې ماښامنۍ نندارې د خپرېدو اندازې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

سربیره پر دې، د ۴۹ مختلفو هېوادونو د ۹۰ ښارونو پر ۳۲۸۵ عامه لویو سکرینونو کې د یادې ماښامنۍ نندارې نمایشونه یا اړوند مالومات خپاره شوي دي.