چين د کرهنيزو چارو د زرغون پرمختګ او د ايکلوژيکي چارو ښه والی چټکوي
CMG2024/02/11 14:34:52
شريکول:

د چين د کرهنيزو چارو او کليوالي چارو وزارت خبر ورکړ، چې ۲۰۲۳کال په دغه هېواد کې د کرهنيزو چارو د زرغون پرمختګ ګامونه چټک شوي او د کرهنيزو چارو ايکلوژيکي چاپيريال په پرله پسي ډول ښه شوی دی.

د دغه وزارت د اړوندې ادارې د مسئول په قول ۲۰۲۳کال د کرهنيزو چارو د توليدولو په کارونو کې نوې لاسته راوړنې تر لاسه شوې او د کرهنيزو توليداتو کيفيت لوړ شوی دی.  د نويو ثبت شويو زرغون، طبيعي او ښه کيفيت لرونکو توليداتو شمېر ۱۵۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د ۲۰۲۴کال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لومړي سند له مخې چې تازه خپور شوی، بايد په کرنه کې د سري کارولو اندازه کمه شي او اغيزه دې زياته شي، د کرلو او روزنې چارو د ګډې استفادې شکل دې پراخ شي، د يانځه سيند په سيمه کې د کبانو نيولو چارو د مخنيوي اغيزه دې ټينګه شي.