شي جين پينګ او مېرمنې يې د امریکې د لینکولن اکاډمۍ ښوونکو او زده کوونکو ته د پسرلني اختر د مبارکۍ کارت ورکړ
CMG2024/02/11 11:41:42
شريکول:

د چین دولت رئیس او د ده مېرمنې، پنګ لي یوان د فبرورۍ په ۱۱مې د امریکې د لنکولن اکاډمۍ ښوونکو او زده کوونکو ته په ځواب سره د پسرلني اختر د مبارکۍ کارت ورکړ او چین ته د سفر په اړه یې د دوی هرکلی څرګند کړ.

د یادې اکاډمۍ ښوونکو او زده کوونکو مخکې رئیس شي جين پينګ، مېرمن پنګ لي یوان او ټولو چینایانو ته د نوي کال د مبارکۍ کارت ورکړی چې څه باندې سلو تنو پکې امضا کړې او چینایانو ته یې د پسرلني اختر په مناسبت نیکې هیلې وړاندې کړې دي.