د ۲۰۲۴کال د پسرلني اختر په پار د مسافرينو د ليږد راليږد د هراړخيزو کارونو څانګې د شميرنې له مخې، د فبرورۍ په ۹مه يعنې د چين د پسرلني اختر له رارسېدو يوه ورځ مخکې په ټول هېواد کې د مسافرينو شمېر ۱۹۵ ميليونه ۲۴۰زره تنو ته رسيدلی، چې د ۲۰۲۳کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ اعشاريه ۷سلنه زيات شوی.
په دې جمله کې د اورګاډو په وسيله د ليږل شويو مسافرينو شمېر ۸ميليونه ۲۵۷زرو تنو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳کال د همدې مودې په پرتله ۹۸ اعشاريه ۸سلنه زيات شوی، د الوتکو په وسيله ۱ميليون ۷۹۷ زره تنه مسافرین سپارلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۱۳۷سلنه زيات شوی.