چين به د شخصي تصديو د پرمختګ لپاره ښه شرايط برابر کړي
CMG2024/02/12 14:00:01
شريکول:

د چين د انکشاف او اصلاحاتو کمېټې د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې دغه کمېټه به د زياتو واقعي تدبيرونو په مټ د شخصي تصديو د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه شرایط برابر کړي او پر له پسې کوښښونه به وکړي.

يادې کمېټې ويلي، د شخصي تصديو د پرمختګ پر وړاندې ستونزې به حل او پر پرمختګ به يې باور لوړ کړي.

د چين د انکشاف او اصلاحاتو کمېټې مرستيال سرمنشي او د ملي اقتصاد د هراړخيزو چارو د ادارې مشر يوان دا څه موده مخکې رسنيو ته ويلي وو، چې اداره به یې د شخصي تصديو د اقتصادي پرمختګ د قانون جوړولو بهير چټک کړي، د پرمختګ لپاره به یې د اړوندو تګلارو تطبيق وهڅوي، د معلوماتو خپرولو ميکانيزم به یې بشپړ کړي، د پروژو د پېژندنې کارونه به یې پياوړي کړي او په مهمو دولتي پروژو کې به ورته د ګډون زمېنه برابره کړي.