د پاکستان د ولسي جرګې د ټاکنو پايله اعلان شوه
CMG2024/02/12 11:20:58
شريکول:

د پاکستان د ټاکنو کميسيون د فبرورۍ په يوولسمې نېټې د قامي اسمبلۍ(ولسي جرګې) د ټاکنو وروستۍ نتيجه اعلان کړې ده.

د يادې نتيجې له مخې، خپلواکو نوماندانو ۱۰۱ څوکۍ، د پخواني صدراعظم نواز شريف په مشرۍ مسليم ليګ ګوند ۷۵ څوکۍ، د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ ولسي ګوند ۵۴ څوکۍ او متحده قومي غورځنګ ۱۷ څوکۍ خپلې کړي دي.

د پاکستان قامي اسمبلي ۳۳۶ څوکۍ لري، چې د ماموريت موده يې پنځه کاله ده.