په کاشغر کې د پسرلني اختر په پار ماښامنۍ کلتوري ننداره ترسره شوه او نندارچيانو ته يې ژورې خاطرې وربښلې دي.
دغه ۸ دقيقه يي ننداره په کاشغر کې د پسرلني اختر په فرعي سټېج کې نندارچيانو ته وړاندې شوې او د شيجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړیو ستاینې يې ترلاسه کړې دي.
د سږني پسرلني اختر د ماښامنۍ کلتوري نندارې يو فرعي ډګر په کاشغر کې جوړ شوی و، چې هممهاله دغې سیمې ته ډېر سيلانيان ورغلي دي.
مالومات ښيي، چې کاشغر د سږ کال په جنورۍ کې ۱ میلیون او ۶۲۱ زره سیلانیان جلب کړي وو، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۱،۶ سلنه زیاتوالی ښيي او سیلانیز عواید یې ۱ میلیارډ، ۳۱۵ میلیونه یوانه ښودل شوي، چې دا بيا ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.