په تايلنډ کې د ۲۰۲۴کال پسرلنی اختر ولمانځل شو
CMG2024/02/12 10:42:55
شريکول:

د فبرورۍ لسمه نېټه د کرنيزې جنترۍ له لومړۍ نېټې يا پسرلني اختر سره برابره وه او د همدې ورځې په شپه د تايلنډ د پلازمېنې بانکاک د تانګ ژن واټ فضا له شوق او ذوق مالاماله وه او هره خوا پکې د اختر د لمانځنې فعاليتونه روان وو.

په تايلنډ کې د ۲۰۲۴کال د پسرلني اختر د نمانځنې پرانيستونکي مراسم په همدغه تانګ ژن واټ کې تر سره شول.

په يادو مراسمو کې د تايلنډ شهزاده ماها چاکري سيريندورن هم برخه اخيستې وه او د دې ترڅنګ د دغه هېواد صدراعظم سريتا تاويسين، د سيلانۍ او سپورټ وزيرې سوداوان وانګسو پاکيتکوسول، فرهنګ وزير سيرمساک پونګپانيت او په دغه هېواد کې د چين لوی سفير هان جي چيانګ او وزيرمختار وو جي وو هم په يادو پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.