د بغداد په ختیځ کې د نفتو زېرمتون پروژه د چین او عراق د همکارۍ شاهده ده
CMG2024/02/12 14:24:40
شريکول:

د چين د پسرلني اختر په ورځو کې، د عراق د ختيځ بغداد د نفتو په زېرمتون  کې د چين او ايران کارکوونکي د سهار له وخته د پروژې په ساحه کې په کارونو بوخت وو. په ۲۰۱۸ کال کې د عراق د ختيځ بغداد د نفتو په میدان کې د چین د جن هوا د نفتو شرکت پروژه په رسمي توګه پيل شوه. دا د عراق په پلازمينه بغداد کې د نفتو د يوه نړيوال شرکت له خوا اداره شوې لومړۍ پروژه ده. د دغه شرکت عمومي مدير ما چنګ له ۲۰۱۴ کال راهيسې په مصر او عراق کې د نفتو او ګازو د استخراج په چارو کې لاس لري او په لسو کلونو کې د کمربند او لارې د پلان د پلي کېدو په بهیر کې د انرژۍ په برخه کې د بهرنيو همکاريو د ژورتیا شاهد و. ښاغلي ما چانګ وويل، د ختيځ بغداد د نفتو زېرمتون د عراق په پلازمېنه بغداد کې د نفتو یوازینۍ تولیدونکې سیمه ده. تر اوسه پورې موږ نږدې ۳۳ میلیونه بېرله خام نفت تولید کړو او په کې نږدې ۲۲ میلیونه بېرله یې د قدس برېښنايي فابریکې ته لیږلي چې د بغداد د ټولې سیمې اوسېدونکو اړتیاوې پوره کوي او له ۱۱ میلیونو بېرلو څخه ډېر خام نفت د دورا نفتو فابریکې ته د ګازو او ډیزل د تولید لپاره لیږل کېږي.  د ختيځ بغداد د نفتو زېرمتون د عراق لپاره تر ټولو عمده اهمیت د پلازمینې بغداد اقتصادي اړتیاوې پوره کول دي، دا کولی شي په اغیزمنه توګه د بغداد د اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي. 

په وروستيو کلونو کې د بغداد په ختيځ کې امنيتي وضعيت ارام شوی دی. د ختيځ بغداد د نفتو شرکت د عمومي مدير مرستيال وانګ دونګ وی د ۲۰۱۹ کال له اپريل څخه په دې سیمه کې کار کړی او په سيمه ييزو حالاتو کې يې د پام وړ بدلونونه ليدلي دي. هغه وویل، ځکه چې د بغداد په جنوبي سیمه کې حالات نسبتا پیچلي دي او د اوسېدونکو شمېر زیات دی، نو کله کله شخړې رامنځته شوې او د نفتو ډېر شرکتونه په دې سیمه کې له پانګولو څخه ډډه کوي 

 وروسته له هغه چې د جن هوا شرکت په ۲۰۱۸ کال کې په رسمي توګه د ختیځ بغداد د نفتو میدان د پروژې د پراختیا مسؤلیت په غاړه واخیست، دغه شرکت په فعاله توګه نوی تخنیکونه استعمال کړي چې ورځنۍ توليدي اندازه يې له ۱۰۰ بیرلو څخه ۱۰۰۰ بیرلو ته زیاته شوې ده. 

 د دې نفتو زېرمتون کارپوه وانګ یونګ جیون وویل، موږ د نفتو د تولیدولو په بیهر کې نوې ټېکنالوژۍ کارولې چې په راتلونکي کې د نفتو د تولیدي اندازې د زياتوالي لپاره تخنیکي ملاتړ او تضمین برابر کړو.   

د جن هوا نفتو شرکت په استازیتوب د چین د نفتو شرکتونه په فعاله توګه خپلې ټولنیزې دندې پلې کړي او سیمه ییزې ټولنې ته خدمتونه وکړي. دغه شرکت د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په ځانګړې توګه د جن هوا د نفتو سکالرشپ تاسیس کړی چې تر اوسه پورې د عراق ۳۰ محصلین په ۲ ډلو د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړې لپاره د چین جنوب لوېدیځ پټرولیم پوهنتون ته تللی دی. 

امیر له یادو محصلینو څخه یو عراقي ځوان دی. هغه وویل، چې په چين کې زده کړه د ده لپاره يو ارزښتناک فرصت دی او د خپل راتلونکي مسلک د بدلولو لپاره به يو مهم فرصت هم وي.

د چين د پسرلني اخت د رارسېدو په مناسبت، امير له خپلو چيني همکارانو سره د پسرلني اختر لمانځنه وکړه. د ختیځ بغداد د نفتو زېرمتون پروژۍ چیني او عراقي کارکوونکو هم د پسرلني اختر ښکلي مبارکي وويله.