سوريه: په منځني ختيځ کې د امريکا پوځي عمليات به په سیمې کې شخړې راپورته کړي
CMG2024/02/12 11:17:43
شريکول:

د سوريې ولسمشر بشر الاسد د فبرورۍ په يوولسمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې امريکا د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ په شخړې کې اسرائيل ته وسلې ورکوي او هم يې په دغې سيمې کې څو ځلې پوځي عمليات کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، د امريکې يادې کړنې به د سیمه ييزو شخړو د شدت سبب وګرځي.

بشار الاسد په همدې ورځ په پلازمېنې دمشق کې د ايران له بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان سره کتلي او د يادې شخړې او د سيمې د امنيتي وضعيت په باب يې ورسره خبرې کړې دي.

بشار الاسد له فلسطينيانو څخه پر ملاتړ ټينګار کړی او پر نړيوالې ټولنې په تېره بيا پر ملګرو ملتونو يې غږ کړی، چې په غزې کې د اسرائيل د پوځي عملياتو د مخنيوي لپاره بيړني تدبيرونه ونيسي.