د عراق د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ ویاند يحيی رسول د فبرورۍ په يوولسمې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يوې لوړ پوړې پوځي کمېټې يې په دغه هېواد کې د امريکا په مشرۍ له نړيوال ايتلاف سره دوهم ځل خبرې پېل کړي، څو په عراق کې د ياد ايتلاف پوځي حضور پای ته ورسيږي.
اعلاميه وايي، د عراق لوړ پوړې پوځي کمېټې د امريکا په مشرۍ له نړيوال ايتلاف سره بيا خبرې پېل کړي او دواړه خواوې په دغه هېواد کې د پوځي حالاتو، اوسنيو ننګونو، جنګي چاپېريال او د عراق د وسله والو ځواکونو د جنګي توان په ارزونې غږيدلې دي.
اعلاميه وايي، دواړه خواوې پر دې بحث کوي، چې په عراق د نړيوال ايتلاف پوځي حضور پای ته ورسيږي.