روسيې په اتلسو بريتانويانو بنديزونه لګولي
CMG2024/02/13 11:08:18
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ په دوولسمې نېټې پر خپلې ويبپاڼې اعلاميه خپره کړې او پر اتلسو بريتانويانو يې بنديزونه لګولي دي.

اعلاميه وايي، بریتانيې د روسيې ضد تګلاره غوره کړې او مسکو يې په غبرګون کې پر ځينو بريتانويانو دغه هېواد ته په ورتګ بندیزونه لګولي دي.

 اعلاميه وايي، بريتانيې له روسيې سره د مقاومت دوامداره تګلاره غوره کړې او د روسيې ضد داسې ناسمې څرګندونې کوي، چې په نړیوال ډګر کې يې اغېزه کمه شي او د دې ترڅنګ په دوامداره توګه اوکراين ته وسلې برابروي.

اعلاميه وايي، روسيې د بريتانيې د يادو کړنو په غبرګون کې پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد پر اتلسو پوځي او سياسي چارواکو او ساينسپوهانو بنديزونه ولګوي.

دغه کسان له دې وروسته روسیې ته تګ راتګ نه شي کولی

په دغو اتلسو کسانو کې د بريتانيې د دفاع مرستيال وزير کارټليج، د دفاعي چارو د لوی درستيز مرستيال والک او د اکسفورډ او کامبريج پوهنتونونو کارکوونکي شامل دي.