د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فبرورۍ په ۱۳مه د غزې جنوب پر رفح سیمې د اسرائیل د پراخې هوايي بمبارۍ په اړه وویل، چین دې ته جدي پاملرنه کوي او ملکي وګړیو ته د مرګژوبلې د اړولو او له نړیوال قانون څخه د سرغړونې له کړنو سره کلک مخالفت کوي. چین پر اسرائیل غږ کوي چې ژر تر ژره نظامي عملیات پای ته ورسوي او په رفح سیمه کې د بشري بحران له رامنځته کولو دې ډډه وکړي.