د امریکې د دفاع وزیر لويډ اسټین دنده خپلې مرستيالې ته سپارلې
CMG2024/02/13 10:41:04
شريکول:

د امریکې پېنټاګون د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې دفاع وزير لویډ اسټین د سختې ناروغۍ له امله بیا روغتون ته لیږدول شوی او خپله دنده یې د دغه وزارت مرستیالې کتلین هیکس ته سپارلې ده .

د امریکې د دفاع وزارت ویاند پتریک رایډر رسنيو ته ويلي، چې سپينه ماڼۍ، د لوی درستيزانو کمېټه او کانګرېس د وزير لویډ اسټين له ناروغۍ خبر دي.